| ||
Script: د زايګوټ ۴۶ کروموزمونه لومړنۍ بې سارې لړۍ تمثيلوي دا د نوي شخص بشپړه جنيتکي طرحه ده. دغه عمومي پلان موقعيت لري (يعنې )په کلکو تاوشويو ماليکولونو کې چې د ډي اين ای په نامه يادېږي. دوى د ودې لپاره لارښوونې لري د ټول بدن. د ډي اين ای ماليکولونه يوې تاوراتاو شوې زينې ته ورته دي چې د غبرګ فنر (ډبل هيليکس) په نامه يادېږي . د زينې د پاټکيو ميلې له غبرګو ماليکولونو څخه جوړې شوې دي يا القلي څخه چې عبارت دي له ګوانين، سايتوزين، اډينين او تايمين. ګوانين يواځې له سايتوزين سره جوړه کېږي ، او اډينين له تايمين سره. | ||
All ages referenced to fertilization, not last menstrual period. |