| ||
Script: ۵ اوونۍ د ۴ او ۵ اوونيو ترمينځ، دماغ خپلې چټکې ودې ته دوام ورکوي او په ۵ بېلابېلو برخو وېشل کېږي. سر د ټول جنين تقريباً ٣ /١ برخه تشکيلوي. د دماغ نيمکرې څرګندېږي، ورو ورو د دماغ په سترو برخو بدلېږي. په پای کې دندې د دماغي نيمکرو په واسطه اداره کېږي (چې دا دندې) عبارت دي له: فکر کولو ، زده کړې ، حفظ کولو ، خبرې کولو، ليدلو، اورېدلو، خپلواک حرکتونه، او د ستونځو حلولو څخه. | ||
All ages referenced to fertilization, not last menstrual period. |