Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 41   4 to 5 Months (16 to 20 Weeks): Stress Response, Vernix Caseosa, Circadian Rhythms

‏۱۶ اوونيو ته نژدې، هغه تګلارې چې په کې داخلوي ‏د نازېږېدلي ماشوم په خېټه کې د يوې ستنې په واسطه ‏د يو هارموني تحريک ‏فشار او غبرګون له امله ‏(نار اډرينالين) ‏يا (نارايپينيفرين) د وينې په بهير کې خوشې کوي. ‏نوي زېږېدلي او لويان همدغه شان غبرګون ښيي ‏(البته) د متجاوزو تګلارو په وړاندې.

‏په تنفسي سيستم کې، ‏ وچه مرۍ اوس نژدې پر بشپړېدو ده.

‏يوه ساتونکې سپينه ماده، ‏چې د (ورنيکس کيسيوسا) په نامه يادېږي، ‏اوس نازېږېدلی ماشوم پوښي. ‏ورنيکس د پوستکي ساتنه کوي ‏له تخريش کوونکيو اغېزو ‏(البته) د امنيوټيک مايع څخه.

‏له ۱۹ اوونيو څخه د نازېږېدلي ماشوم حرکت، تنفسي فعاليت، ‏او د زړه ضربان د ورځيني دوران په تعقيبولو پېل کوي ‏چې د ورځيني متناوبو آهنګونو په نامه يادېږي.

Chapter 42   5 to 6 Months (20 to 24 Weeks): Responds to Sound; Hair and Skin; Age of Viability

‏۲۰ اوونيو ته نژدې(کوکليا) د غوږ دننه برخه ‏چې د اورېدلو يو غړی دی، ‏د يو بالغ تر اندازې رسېږي ‏دننه د پوره وده کړای شوي ‏داخلي غوږ. ‏وروسته له دې ، ‏به نازېږېدلی ماشوم غبرګون وښيي. ‏د غږونو يوې زياتيدونکې لړۍ ته.

‏وېښتان د سر د پوستکي له پاسه په لويدو پېل کوي.

‏د پوستکي ټولې طبقې او جوړښتونه موجود دي، ‏چې په کې د وېښتو کڅوړې او غدې شاملې دي

‏۲۱ تر ۲۲ اوونيو . له القاح وروسته، ‏سږي يو څه وړتيا ترلاسه کوي چې هوا تنفس کړي. ‏دغه د عمري ژوندي پاتې کېدلو په توګه ګڼل کېږي ‏ځکه له رحم څخه بهر ژوندي پاتې کېدل ‏د ځينو نازېږېدلو ماشومانو لپاره شوني کېږي. ‏اوږدو پرله پسې طبي پرمختګونو ‏دا امکانات منځ ته راوړي دي چې ژوند وساتي ‏د بې مودې زېږول شويو ماشومانو.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment: