Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 43   6 to 7 Months (24 to 28 Weeks): Blink-Startle; Pupils Respond to Light; Smell and Taste

‏۲۴ اوونيو ته نژدې د سترګو لېمه بيا پرانيستل کېږي. ‏او نازېږېدلى ماشوم د سترګو رپولو غبرګون څرګندوي. ‏دغه غبرګون ناڅاپي لوړو غږونو ته ‏په نمونيي توګه ډېر ژر په ښځينه نازېږېدلي ماشوم کې وده کوي.

‏ډېرو څېړونکو راپور ورکړی دی چې لوړو غږونو ته مخامخ کول ‏کېدای شي د نازېږېدلي ماشوم په روغتيا منفي اغېزه وکړي. ‏سملاسي پايلې ‏چې په کې شامل دي د زيات وخت لپاره د زړه د ضربان زياتېدل، ‏د نازېږېدلي ماشوم اضافي ګوټل او په ناڅاپي توګه په چلن کې بدلونونه. ‏په اوږد مهاله شونو پايلو کې د اورېدلوحالت له لاسه ورکول شامل دي.

‏د نازېږېدلي ماشوم د تنفس اندازه کېدای شي پورته لاړه شي ‏په يوه دقيقه کې تر ۴۴ د ساه ننه ايستلو او ساه اخيستلو دورانونو پورې.

‏د امېدوارۍ په وروستۍ درېيمه برخه کې، ‏د دماغ وده په تيزۍ سره ۵۰ ٪ د هغه انرژي مصرفوي ‏چې د نازېږېدلي ماشوم په واسطه استعمالېږي. ‏د دماغ وزن ۴۰۰ ٪ او ۵۰۰ ٪ تر مينځ زياتېږي.

‏۲۶ اوونيو ته نژدې سترګې اوښکې توليدوي.

‏د سترګو کسي ژر تر ژره په ۲۷ اوونيو کې د رڼاپه وړاندې غبرګون ښکاره کوي. ‏دغه غبرګون هغه رڼا سموي چې ‏د ژوند تر پايه پورې شبکيې ته رسېږي.

‏ټولې اجزاوې چې اړتيا وي ورته ‏د يو فعال شامي حس لپاره، فعالې وي. ‏د بې مودې ماشومانو مطالعه ‏د بوی د کشفولو وړتيا څرګندوي ‏له القاح څخه وروسته د ۲۶ اوونيو په لومړيو کې

‏په امنيوټيک مايع کې د يوې خوږې مادې اېښودل ‏د نازيږيدلي ماشوم په واسطه د ګوټ کولو کچه زياتوي. ‏په پرتله ييز ډول، د نازېږېدلي ماشوم په واسطه ګوټل کمېدل ‏د ترخې مادې رامنځ ته کېدل دي. ‏زياتره په مخ د تاثراتو څرګندونه ورپسې وي.

‏د قدم اوچتولو په شان د پښو د حرکتونو د يوې لړۍ په واسطه ‏ګرځېدلو ته ورته نازېږيدلى ماشوم د شاخېز تمثيلوي.

‏د نازېږېدلي ماشوم غونجېدل کمېږي ‏کله چې نوره وازګه هم د پوستکي لاندې تشکيل شي. ‏وازګه يو مهم رول لوبوي د بدن د حرارت په ساتلو ‏او د انرژۍ په ذخيره کولو کې له زېږېدنې وروسته.

Chapter 44   7 to 8 Months (28 to 32 Weeks): Sound Discrimination, Behavioral States

‏۲۸ اوونيو ته نژدې نازېږېدلی ماشوم فرق کولای شي ‏(البته) د لوړو او ټيټو غږونو ترمنځ.

‏۳۰ اوونيو ته نژدې تنفسي خوځښتونه ډېر عام شي ‏او په يو منځني نازېږېدلي ماشوم کې او د وخت له ۳۰ ٪ څخه تر ۴۰ ٪ پورې پېښېږي.

‏د اميدوارۍ د وروستيو ۴ مياشتو په موده کې، ‏د نازېږيدلي ماشوم د برابر شويو فعاليتونو دورانونه څرګندوي ‏چې د استراحت په وختونوکې قطع کېږي. ‏دغه د سلوکي وضعيتونه ‏تل زياتيدونکې پېچلتيا منعکس کوي. ‏(البته) د مرکزي عصبي سيستم.

Chapter 45   8 to 9 Months (32 to 36 Weeks): Alveoli Formation, Firm Grasp, Taste Preferences

‏تقريباً ۳۲ اوونيو ته نژدې، ‏حقيقي هوايي کڅوړې (الويولي) ، ‏يا د هوايي کڅوړو ژوانکې، ‏په سږو کې په وده پېل کوي. ‏له زېږېدنې وروسته به تر ۸ کالو پورې د جوړښت وده دوام وکړي.

‏په ۳۵ اوونيو کې نازېږېدلی ماشوم کلکې منګولې اچولاى شي.

‏د نازېږېدلي ماشوم څرګندونې بېلابېلو موادو ته، ‏تر زېږېدنې وروسته د هغه د خوند په ټاکلو اغېزه کوي. ‏د ساري په توګه: د کومو نازېږېدلو ماشومانو ميندې چې باديان مصرفوي ، ‏يوه ماده چی ليکور ته د هغې خوند ورکوي، ‏له زېږېدلو وروسته يې باديانو ته تمايل ښودلی دی. ‏نوي زيږېدلي ماشومان، چې له زېږېدلو مخکې يې باديان نه وي ليدلي، نه خوښوي.

Chapter 46   9 Months to Birth (36 Weeks through Birth)

‏نازېږېدلی ماشوم د لنګون درد شروع کوي ‏ يو هارمون د ډېر مقدار په خوشې کولو سره د اسټروجن په نامه يادېږي، ‏او په پاى کې نازېږېدلي ماشوم د نوي زېږېدلو په لور لېږدول کېږي.

‏درد د رحم د يو پياوړي انقباض په واسطه معلومېږي. ‏او په پاى کې د ماشوم زېږېدل واقع کېږي.

‏له القاح څخه تر زېږېدنې پورې او له هغه نه هغه خوا، ‏د انسان وده متحرکه، جاري او مغلقه ده. ‏د دغې عجيبې پروسې په باره کې نوي انکشافونه ‏په پراخه پيمانه د نازيږيدلي ماشوم مهمه اغېزه څرګندوي ‏په عمري روغتيا باندې.

‏څرنګه چې زمونږ پوهه د انسان د لومړنۍ ودې په باره کې پرمختګ کوي، ‏همدارنګه د روغتيا په ښه والي کې زمونږ وړتيا زياتېږی ‏(البته) دواړه مخکې او وروسته له زېږېدنې څخه.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment:
     


Newest  |  Top Rated

5 Comments


wycliffe mabiria
March 12, 2013 at 2:51 am
wycliffe mabiria
You get my manifold congrats. Great resource.
Report
Dislike
Like

kathrin34
May 4, 2012 at 12:18 pm
kathrin34
One of the best sites for pre-birth informations
Report
Dislike
Like

Ramesh P
July 18, 2011 at 9:29 pm
Ramesh P
Very Usefull information.....tahnks a lott.
Report
Dislike
Like
+2 thumbs up

Shukhrat Sattorov
February 22, 2011 at 5:39 am
Shukhrat Sattorov
Thank you for information from my family and from my son who is coming to the world in the summer! It will help us to make a beautiful family!
Report
Dislike
Like
+2 thumbs up

Sofi Katsi
October 4, 2010 at 11:26 am
Sofi Katsi
gravidanza.........la auguro a tutte le donne..
Report
Dislike
Like
+1 thumbs up