Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 15   5 Weeks: Cerebral Hemispheres

‏د ۴ او ۵ اوونيو ترمينځ، ‏دماغ خپلې چټکې ودې ته دوام ورکوي ‏او په ۵ بېلابېلو برخو وېشل کېږي.

‏سر د ټول جنين تقريباً ٣ /١ برخه تشکيلوي.

‏د دماغ نيمکرې څرګندېږي، ‏ورو ورو د دماغ په سترو برخو بدلېږي.

‏په پای کې دندې د دماغي نيمکرو په واسطه اداره کېږي ‏(چې دا دندې) عبارت دي له: فکر کولو ، زده کړې ، ‏حفظ کولو ، خبرې کولو، ليدلو، ‏اورېدلو، خپلواک حرکتونه، ‏او د ستونځو حلولو څخه.

Chapter 16   Major Airways

‏په تنفسی سيستم کې، ‏ د اصلي تنې ښي او کيڼ برانشي موجود دي ‏او په پای کې يوځای کوي ‏(يعنې) قصبة الريه يا هوايي نل ‏له سږو سره.

Chapter 17   Liver and Kidneys

‏پام وکړئ چې غټه ينه (ځګر) چې بطن ډکوي ‏د درځيدونکي زړه ترڅنګ.

‏دايمي پښتورګي په ۵ اوونيو کې څرګندېږي.

Chapter 18   Yolk Sac and Germ Cells

‏د هګۍ د ژېړو کڅوړه د لومړنيو تکثري ژوانکو لرونکې وي. ‏چې د جرم د ژوانکو په نامه يادېږي. ‏په ۵ اوونيو کې ‏دغه د جرم حجرې لېږدول کېږي ‏تکثري غړو ته ‏د پښتورګو ترڅنګ.

Chapter 19   Hand Plates and Cartilage

‏همداراز په ۵ اوونيو کې، ‏جنين توليدوي د لاس خپړه ‏او د کرپاندوکو جوړېدل له ۱/۲ ۵ اوونيو وروسته پېل کېږي.

‏دلته مونږ ليدلای شو د کيڼ لاس خپړه ‏او مړوند په ۵ اوونيو او ۶ ورځو کې.

Embryonic Development: 6 to 8 Weeks

Chapter 20   6 Weeks: Motion and Sensation

‏په ۶ اوونيو کې دماغي نيمکره وده کوي ‏په غير متناسب ډول په چټکۍ سره د دماغ د نورو برخو په پرتله

‏جنين په خپل سر په جوړېدو . ‏او انعکاسي حرکتونو پېل کوي. ‏دغه شان حرکتونه ‏د عصبي عضلي نورمالې ودې او پرمختګ لپاره ضروري دي.

‏د خولې په ساحه کې يو تماس د دې سبب کېږي چې جنين ‏په غبرګوني ډول خپل سر راوباسي.

Chapter 21   The External Ear and Blood Cell Formation

‏د غوږ خارجي برخه په شکل نيولو پېل کوي.

‏په ۶ اوونيو کې، ‏د وينې حجرې په ينه کې د تشکيلېږي . ‏هلته چې د وينې خاص ډول سپين کرويات (لمفوسايټ) اوس موجود دي. ‏د وينې دا ډول سپنې ژوانکې ‏د ودې په حال معافيتي سيستم مهمه برخه ده.

Chapter 22   The Diaphragm and Intestines

‏حجاب حاجز ‏لومړنۍ عضله ده چې په تنفس کې کارول کېږي، ‏چې په غټه کچه ۶ اوونيو کی جوړېږي.

‏اوس په لنډمهاله توګه د کولمو يوه برخه مخې ته راوځي ‏د نامه مزى (امبليکل کارډ) کې ‏دغه نورماله پروسه د فزيالوژيکي هرنې اېشن په نامه يادېږي، ‏چې د نورو ودې په حال کې غړيو لپاره په بطن کې ځای جوړوي.

Chapter 23   Hand Plates and Brainwaves

‏په ۶ اوونيو کی د لاس خپړې يو دقيق پلنوالى منځته ته راوړي.

‏د ۶ اوونيو او ۲ ورځو په اول سر کې دماغي څپې ثبت شويدي.

Chapter 24   Nipple Formation

‏د تيونو څوکې د تنې په اړخونو کې څرګندېږي ‏لږ مخکې خپل وروستي موقعيت ته د رسېدو څخه ‏د ټټر پر مخ باندې (څرګندېږي).

Chapter 25   Limb Development

‏په ۱/۲ ۶ اوونيو کې څنګلې ځانګړې کېږي، ‏ګوتې يو له بله په بېلېدو پېل کوي، ‏او د لاسونو خوځېدل ليدل کيدای شي.

‏د هډوکو جوړېدل چې د (او سي في کيشن) په نامه يادېږي، ‏پېل کېږي په چمبر(کلاويکل)، کې ‏يا د غاړې هډوکي کې، ‏او په هډوکو د پورتنۍ او کښتنۍ ژامو کې.

Chapter 26   7 Weeks: Hiccups and Startle Response

‏له ۷ اوونيو وروسته ايټکي ليدل کېږي.

‏اوس د پښو حرکتونه ليدل کيدای شي، ‏له يوه تکان ورکوونکي غبرګون سره

Chapter 27   The Maturing Heart

‏د څلور جوفونو زړه زيات بشپړ شوي دي. ‏په منځنۍ توګه اوس زړه ۱۶۷ ځلي ټوپونه وهي په يوه دقيقه کې.

‏د زړه بريښنايي فعاليت چې په ۱/۲ ۷ اوونيو کی ثبت شوی دی ‏څرګندوي يوه څپوي نقشه چې يو بالغ ته ورته والی لري.

Chapter 28   Ovaries and Eyes

‏په ښځينه کې تخمدانونه د پېژندلو وړ دي په ۷ اوونيو کې.

‏په ۱/۲ ۷ اوونيو کې، د سترګې رنګه شبکيه ‏په اسانۍ سره ليدل کېدای شي او د سترګو پلکونه ‏د ګړندۍ ودې په دوران پېل کوي.

Chapter 29   Fingers and Toes

‏ګوتې بېلې شوې دي ‏او د پښو ګوتې يواځې په بېخونو کې نښتې دي.

‏لاسونه کولای شي چې يو بل ته نژدې شي، ‏او پښې په همدغه ډول.

‏د زنګانه سترګې هم موجودې دي.

The 8-Week Embryo

Chapter 30   8 Weeks: Brain Development

‏په ۸ اوونيو کې دماغ په عالي توګه وده کړي وي ‏او تقريباً د جنين د ټول بدن د وزن نيمايي برخه تشکيلوي.

‏وده په غير عادي ډول په ډېره بيړه لري دوام پيداکوي.

Chapter 31   Right- and Left-Handedness

‏۸ اونيو کې ۷۵٪ جنينونه د ښي لاس لور ته تمايل کوي. ‏او پاتې په مساوي ډول وېشل کيږي ‏د کيڼ تمايل واک او بي تمايل واک تر منځ. ‏د ښي لاس او کيڼ لاس خاصيت لپاره دا لمړني ثبوت دی.

Chapter 32   Rolling Over

‏د ماشومانو د رنځونو د علاج کتابونه د تاوراتاو کېدلو وړتيا تشريح کوي ‏لکه څرنګه چې له ۱۰ نه تر ۲۰ اوونيو پورې له زېږېدنې وروسته څرګندېږي. ‏سره له دې چې دغه اغيزناک برابروالی ‏ډېر پخوا څرګند شوی دی په کم جا‌ذبه لرونکي چاپېريال کې ‏له مايع څخه ډک د امنيوک په کڅوړه کې. ‏يواځې دقوت نشتوالې چې ‏د جاذبې لوړه قوه زغمي ‏د زهدان نه بيرون د نوي زېږېدلي ماشوم له تاوېدو څخه مخنيوی کوي.

‏جنين په فزيکي ډول نور هم فعالېږي ‏په دغه موده کې

‏حرکتونه کيدای شي چې ورو او يا چټک وي، ‏يوګونی وي يا تکراريدونکى وي، ‏خپل ځاني او ياغبرګونى وي.

‏د سر څرخيدل، د غاړې اوږدېدل او د لاس او مخ تماس ‏ډېر ځلې پېښېږي.

‏د جنين سره تماس، ښکاره کوي نيمې خلاصې سترګې، ‏د ژامو حرکت، ‏د پنجې اچولو حرکتونه، ‏او د پښې د ګوتو نوکان

Chapter 33   Eyelid Fusion

‏د ۷ او ۸ اوونيو په ترمنځ پورتني او کښتني پلکونه ‏د سترګو له پاسه په چټکۍ سره غټېږي او په نامکمله توګه په يو بل کې ګډېږي.

Chapter 34   "Breathing" Motion and Urination

‏سره له دې چې په زهدان کې هيڅ هوا نشته ‏په ۸ اونيو کې جنين په متناوبه توګه تنفسي حرکتونه څرګندوي.

‏په دغه وخت پښتورګي تشې متيازې توليدوي ‏کوم چې په امنياټيک مايع کې اطراح کېږي.

‏په نارينه جنينونو کې وده کوونکې هګۍ (بيضه) ‏د ټيس ټوس ټيران (هارمون) په جوړولو او ترشح کولو پېل کوي.

Chapter 35   The Limbs and Skin

‏هډوکي، بندونه، عضلې، اعصاب، ‏اود اندامونو (لاسونه او پښې) د وينې رګونه يې ‏له لويانو سره ډېر ورته والې لري.

‏۸ اوونيو کې اپېډرمس ياد پوستکي باندېنۍ برخه ، ‏په څو طبقيي غشا بدلېږي، ‏او خپل زيات شفافيت له لاسه ورکوي.

‏کله چې د خولې چارچاپېره وېښته ښکاره شي.نو وروځې وده پېلوي.

Chapter 36   Summary of the First 8 Weeks

‏اته اوونۍ د جنيني دورې د پای نخښه ده.

‏ددې وخت په جريان کې انساني جنين ‏د يوې واحدې حجرې څخه وده کړې ده ‏نژدې يو بليون حجرو ته ‏کوم چی له ۴۰۰۰ څخه زيات ځانګړي اناتوميکي جوړښتونه تشکيلوي.

‏جنين اوس لرونکی دی ‏له ۹۰ ٪ څخه د زياتو هغو جوړښتونو چې په لويانو کې موند ل کيږي.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment: