Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 1   Introduction

‏هغه خوځنده پروسه، چې په هغې د انسان يو حجروي زايګوټ ‏په يو ۱۰۰ تريليون- حجروي بالغ انسان باندې بدلېږي چې ښايي ‏په طبيعت کې تر ټولو غوره او د پام وړ پېښه وي.

‏څېړونکي اوس پوهېږي چې ډېرې عادي دندې ‏چې د بالغ انسان بدن په واسطه سرته رسېږي ‏د اُميندوارۍ (حامله ګۍ) په موده کې يې بنسټ ايښودل کېږي، ‏چې زياتره تر زېږېدنې ډېر وړاندې تر سره کيږي .

‏له زېږېدنې څخه مخکې د ودې موده، ‏دچمتو کولو دوخت په توګه پېژ ندل کيږ ي. ‏هغه مهال چې د ودې په حال کې انسان ‏ګڼ شمېر جوړښتونه، ‏تمرينونه اوګڼ شمېر مهارتونه چې ورته اړتيا لري ‏له زېږېدنې ورسته د پايښت لپاره ترلاسه کوي.

Chapter 2   Terminology

‏په انسانانو کې د اميدوارۍ (موده) په عادي ډول تقريباً ۳۷ اوونۍ دوام کوي. ‏چې د القاح له وخت څخه اندازه شوى ‏يا له اميدوارۍ نه، تر زېږېدنې پورې.

‏د القاح پسې د لومړيو ۸ اوونيو په موده کې، ‏د ودې په حال کې انسان ته امبريو (جنين) وايي، ‏چې معنا يې ده "دننه وده کول" ‏دغه وخت چې د جنين د دورې په نامه يادېږي، ‏د تشکل په نامه ځانګړې شوې چې، ‏د بدن د ډېرو عمده سيستمونود تشکل دوره ده.

‏د اتو اوونيو له پوره کېدو څخه د اميدوارۍ تر پايه پورې، ‏د ودې په حال انسان ته کامل شوی جنين (فيټس) وايي، ‏چې معنا يې "نازېږېدلی ماشوم" دى. ‏په دغه موده کې چې د جنين (فيټال) دوران په نامه يادېږي، ‏بدن د لويېدو په لور وده کوي او غړي يې په فعاليت پېل کوي.

‏په دې پروګرام کې ټول جنين او د کامل شوي جنين عمرونه ‏هغه وخت ته رجوع کوي چې له القاح څخه شروع کېږي.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment: