Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 1   Introduction

‏هغه خوځنده پروسه، چې په هغې د انسان يو حجروي زايګوټ ‏په يو ۱۰۰ تريليون- حجروي بالغ انسان باندې بدلېږي چې ښايي ‏په طبيعت کې تر ټولو غوره او د پام وړ پېښه وي.

‏څېړونکي اوس پوهېږي چې ډېرې عادي دندې ‏چې د بالغ انسان بدن په واسطه سرته رسېږي ‏د اُميندوارۍ (حامله ګۍ) په موده کې يې بنسټ ايښودل کېږي، ‏چې زياتره تر زېږېدنې ډېر وړاندې تر سره کيږي .

‏له زېږېدنې څخه مخکې د ودې موده، ‏دچمتو کولو دوخت په توګه پېژ ندل کيږ ي. ‏هغه مهال چې د ودې په حال کې انسان ‏ګڼ شمېر جوړښتونه، ‏تمرينونه اوګڼ شمېر مهارتونه چې ورته اړتيا لري ‏له زېږېدنې ورسته د پايښت لپاره ترلاسه کوي.

Chapter 2   Terminology

‏په انسانانو کې د اميدوارۍ (موده) په عادي ډول تقريباً ۳۷ اوونۍ دوام کوي. ‏چې د القاح له وخت څخه اندازه شوى ‏يا له اميدوارۍ نه، تر زېږېدنې پورې.

‏د القاح پسې د لومړيو ۸ اوونيو په موده کې، ‏د ودې په حال کې انسان ته امبريو (جنين) وايي، ‏چې معنا يې ده "دننه وده کول" ‏دغه وخت چې د جنين د دورې په نامه يادېږي، ‏د تشکل په نامه ځانګړې شوې چې، ‏د بدن د ډېرو عمده سيستمونود تشکل دوره ده.

‏د اتو اوونيو له پوره کېدو څخه د اميدوارۍ تر پايه پورې، ‏د ودې په حال انسان ته کامل شوی جنين (فيټس) وايي، ‏چې معنا يې "نازېږېدلی ماشوم" دى. ‏په دغه موده کې چې د جنين (فيټال) دوران په نامه يادېږي، ‏بدن د لويېدو په لور وده کوي او غړي يې په فعاليت پېل کوي.

‏په دې پروګرام کې ټول جنين او د کامل شوي جنين عمرونه ‏هغه وخت ته رجوع کوي چې له القاح څخه شروع کېږي.

The Embryonic Period (The First 8 Weeks)

Embryonic Development: The First 4 Weeks

Chapter 3   Fertilization

‏که په بيالوژيکي توګه خبرې وکړو، ‏"د انسان وده د القاح له وخته پېل کېږي،" ‏کله چې يوه ښځه او يو سړی ‏هر يو خپل ۲۳ کروموزومونه يوځای کړي ‏د خپلو تکثري ژوانکو( حجرو) د يو ځاى کولو له لارې.

‏د ښځې تکثري ژوآنکه( حجره) په عامه توګه د هګۍ په نامه يادېږي، ‏خو سمه اصطلاح يې اووسايټ دى..

‏همدارنګه، د يو سړي تکثري ژوانکې (حجرې) ‏په پراخه اندازه د سپرم(مني) په نامه پېژندل شوي ‏خو سمه اصطلاح يې سپرماتوزون ده.

‏د ښځې له تخمدان څخه د نا القاح شوې هګۍ د راوتو څخه وروسته ‏په هغه پروسه کې چې دهګې توليدولو(اوويوليشن) په نامه يادېږي، ‏د ښځې هګۍ (اووسايټ) او د نارينه سپرم (مني) (سپرماتوزون) يوځای کېږي ‏(دا دواړه) د زهدان (رحم) نلو څخه په يوه کې، ‏چې زياتره ورته (فالوپين) ټيوبونه هم وايي، (يوځاى کېږي).

‏زهداني ټيوب (د رحم نل) د ښځې تخمدانونه ‏ د هغې له زهدان (رحم) سره يوځای کوي

‏په نتيجه کې چې کوم يو حجروي جنين مينځ ته راځې د زايګوټ په نامه يادېږي، ‏چې معنا يې جوړه کيدل يا يوځای کېدل دي.

Chapter 4   DNA, Cell Division, and Early Pregnancy Factor (EPF)

‏د زايګوټ ۴۶ کروموزمونه ‏لومړنۍ بې سارې لړۍ تمثيلوي ‏دا د نوي شخص بشپړه جنيتکي طرحه ده. ‏دغه عمومي پلان موقعيت لري ‏(يعنې )په کلکو تاوشويو ماليکولونو کې چې د ډي اين ای په نامه يادېږي. ‏دوى د ودې لپاره لارښوونې لري ‏د ټول بدن.

‏د ډي اين ای ماليکولونه يوې تاوراتاو شوې زينې ته ورته دي ‏چې د غبرګ فنر (ډبل هيليکس) په نامه يادېږي . ‏د زينې د پاټکيو ميلې له غبرګو ماليکولونو څخه جوړې شوې دي ‏يا القلي څخه چې عبارت دي له ګوانين، ‏سايتوزين، اډينين او تايمين.

‏ګوانين يواځې له سايتوزين سره جوړه کېږي ، ‏او اډينين له تايمين سره. ‏د انسان هره ژوانکه (حجره )تقريباً ٣ بليونه لري. ‏(يعنې )له دې بنسټيزو جوړو څخه.

‏د يوې واحدې ژوانکې (حجرې) ډي اين ای د ډېرو زياتو معلوماتو لرونکى دى ‏که دغه معلومات په چاپ شويو کلمو کې ښودل شوي وای، ‏او په ساده ډول د هر بنسټ ،لومړی توری ليست شوى واى. ‏نو متن ته به له ١.٥ مليون پاڼو څخه زياتو ته اړتيا واى!

‏که څوکه په څوکه پرله پسې کېښودل شي، ‏د انساني واحدې ژوانکې د ډي اين اې اندازه به ۳/۳۱ فټه ‏يا يو مترواى.

‏که مونږ د ډي اين اې ټولې حلقې خلاصې کړای شو ‏په يو بالغ(انسان) کې۱۰۰ تريلىونه ژوانکې )، ‏به له ۶۳ بيليونه ميلو څخه زياتې اوږدې شي. ‏چې دغه واټن له ځمکې تر لمر او له لمر څخه بېرته ځمکې ته ‏۳۴۰ ځلې ته رسېږي.

‏له القاح څخه،تقريباً ۲۴ نه تر ۳۰ ساعته وروسته ‏زايګوټ خپل لومړنى حجروي وېش تکميلوي ‏د مايتوسس د پروسې له لارې، ‏يوه ژوانکه پر دوه و، دوه پر څلورو او په همدې ترتيب وېشل کېږي.

‏د القاح نه لږ تر لږه له ٢٤ ساعتو تر ٤٨ ساعتو وروسته ‏د يو هارمون په ترشح کېدو حامله داري تصديق کيداى شي. ‏چې د مور په وينه کې د وختي حامله دارۍ د عامل په نامه يادېږي.

Chapter 5   Early Stages (Morula and Blastocyst) and Stem Cells

‏د القاح څخه ۳ - ۴ ورځې وروسته ‏د جنين وېشل کېدونکې ژوانکې بيضوي بڼه غوره کوي ‏او جنين د (مارولا) په نامه يادېږي.

‏۴ - ۵ ورځو کې د ژوانکو د پنډوسکې په منځ کې يوچوغاړى جوړېږي ‏او جنين د (بلاستوسيسټ) په نامه يادېږي.

‏په بلاستوسيسټ کې دننه حجرې ‏د داخلي حجرو د کتلې په نامه يادېږي ‏او وده ورکوي سر، تنې او د بدن نورو غړو ته ‏چې د ودې په حال انسان ته ډېر ضروري دي .

‏ژوانکې په دننني حجروي کتله کې ‏د جنيني تنې د ژوانکو په نامه يادېږي ځکه دوی ددې وړتيا لري چې ‏هر يو له ۲۰۰ ډولو ژوانکو څخه زيات تشکيل کړي ‏چې انساني بدن يې لري.

Chapter 6   1 to 1½ Weeks: Implantation and Human Chorionic Gonadotropin (hCG)

‏د رحم په نل کې له تېرېدو وروسته، ‏لومړنى زايګوټ خپل ځان محاطوي. ‏د مور د رحم په داخلي دېوال کې . ‏دغه پروسه، چې د غرس کولو (امپلانټېشن) په نامه يادېږي، په ۶ ورځو کې پېل کېږي ‏او له القاح څخه وروسته له ۱۰ نه تر ۱۲ ورځو پورې پای ته رسېږي.

‏د ودې په حال کې جنيني ژوانکې د يو هارمون په جوړولو پېل کوي ‏چې د انساني ـ کوريونيک ګونادوټروپين ـ يا ايچ. سي. جي.په نامه يادېږي، ‏چې د حاملګۍ د ډېرو ټسټونو په واسطه تشخېصېږي.

‏ايچ. سي. جي. مورني هارمونونه لارښوونه کوي ‏چی د حيض په نورمال دوران کې مداخله وکړي، ‏او اجازه ورکوي چې حاملګي دوام وکړي

Chapter 7   The Placenta and Umbilical Cord

‏د غرس کولو په تعقيب ‏هغه حجرې چې د بلاسټوسايټ په بهرنۍ سطح کې دي ‏د يو جوړښت يوې برخې ته وده ورکوي چې د پلاسنټا په نامه يادېږي. ‏هغه چې د مورني ګډ ټکي په څېر خدمت کوي. ‏اود جنيني وينې د دوران سيستمونو کې.

‏پلاسنټا، مورنى اکسيجن، خوراک، ‏هارمونونه او درملونه دودې په حال انسان ته وروېشي ; ‏فضله مواد وباسي ; ‏او د مورنۍ وينې له ګډېدلو څخه مخنيوی کوي (يعنې) له وينې ‏د جنين او د نازيږيدلي ماشوم (فيټس) سره.

‏پلاسنټا هم هارمونونه توليدوي ‏د جنيني او د نازېږېدلي ماشوم د بدن تودوخه ثابته ساتي ‏د مور له حرارت څخه لوړ

‏پلاسنټا د ودې په حال انسان سره ارتباط نيسي ‏د نامه مزى د رګونو له لارې.

‏د ژوند د سا تنې استعداد چې پلاسنټا يې لري د ‏عصري روغتونو د سختو ساتندويه دستګاو(آی. سي يو) سره ورته والی لري.

Chapter 8   Nutrition and Protection

‏په يوه اوونۍ کې ‏د داخلي حجروي کتلې ژوانکې ‏دوه طبقې جوړوي چې ‏د هايپوبلاسټ ‏او ايپي بلاسټ په نامه يادېږي.

‏هايپوبلاسټ وده ورکوي ‏د هګۍ د ژېړو (کڅوړې) ته، ‏چې يو له هغو جوړښتونو څخه چې له هغې لارې ‏مور خوراک تهيه کوي. ‏لومړني جنين ته.

‏(يعنې) د ايپي بلاسټ له حجرو څخه تشکيلېږي ‏يوه غشا چې د امنيون په نامه يادېږي، ‏په جنين کې ‏او وروسته بيا نازېږېدلی ماشوم ‏تر زېږېدلو پورې وده کوي.

Chapter 9   2 to 4 Weeks: Germ Layers and Organ Formation

‏تقريباً په ۱/۲ ۲ اوونيو کې، ‏ايپي بلاسټ تشکل موندلى وي. ‏۳ ځانګړي نسجونه ‏يا د نطفې (جرم) طبقې، ‏چې د ايکټوډرم ‏اينډوډرم ، ‏او ميسوډرم په نامه ياديږي

‏ايکټوډرم وده ورکوي ‏يو شمېر جو ړښتونو ته ‏چې په کې دماغ، ‏شوکي نخاع ، ‏اعصاب ، ‏پوستکی ، ‏نوکان ، ‏او وېښتان شامل دي.

‏اينډوډرم د تنفسي سيستم استر ‏او هضمي قنات، ‏او د عمده غړو برخي ‏لکه ځګر (ينه) ‏او تريخى منځ ته راوړي.

‏له ميزوډرم څخه، زړه، ‏پښتورګي ، ‏هډوکي ، ‏کرپندوکي ، ‏عضلې ، ‏د وينې حجرې، ‏او نور جوړښتونه منځته راځي.

‏۳ اوونۍ وروسته ‏دماغ په درې لومړنيو برخو وېشل کېږي ‏چې د مخکيني دماغ ، ‏منځني دماغ ‏او شاتني دماغ په نامه يادېږي.

‏د تنفسي او هضمي جهازونو وده ‏هم پېل شوې ده.

‏د هګى د زېړو په کڅوړه کې څرګندې شي، ‏د وينې رګونه ‏د جنين په ټولو برخو کې جوړېږي، ‏او نلوزمه زړه راڅرګندېږي.

‏تقريباً سمدلاسه، ‏په بيړې سره وده کونکی زړه ‏په خپل ځان کې تاو راتاو شي. ‏(يعنې) د بېلابېلو جوفونو په توګه ‏په ودې پېل کوي.

‏زړه په درځېدو پېل کوي ‏۳ اوونۍ او يوه ورځ ‏د القاح پسې.

‏د وينې د دوران سيستم د بدن لومړنی سيستم دی، ‏يا يوه ډله د اړوندو غړو ده، ‏چې فعاله حالت ترلاسه کوي.

Chapter 10   3 to 4 Weeks: The Folding of the Embryo

‏د ۳ او ۴ اوونيو په منځ کي، ‏د بدن پلان راڅرګندېږي ‏داسې چې دماغ، ‏شوکي نخاع، ‏او د جنين زړه ‏په اسانۍ پېژندل کيږي ‏د هګۍ د زېړو د کڅوړې ترڅنګ.

‏په بيړه وده د تاوېدو سبب ګرځي ‏(يعنې) نسبتاً پلن جنين. ‏دغه پروسه يوځاې کوي ‏(يعنې) د هګۍ د ژېړو د کڅوړې برخې ‏دننه په استر کې ‏(البته) د هضمې سيستم ‏او سينه تشکل مومي. ‏او بطني خاليګاوې ‏د ودې په حال انسان کې.

Embryonic Development: 4 to 6 Weeks

Chapter 11   4 Weeks: Amniotic Fluid

‏۴ اوونيو کې ‏صاف امنيون جنين احاطه کوي ‏له مايع څخه په ډکه کڅوړه کې. ‏دغه شنډه مايع ‏د امنيوټيک مايع په نامه يادېږي، ‏چې جنين له ټپي کېدو څخه ساتي.

Chapter 12   The Heart in Action

‏زړه عموماً په يوه دقيقه کې ۱۱۳ ځله درځيږي.

‏وګورئ چې زړه خپل رنګ څنګه بدلوي ‏کله چې وينه جوفونو ته وردننه کېږي او د هر ټوپ سره ورڅخه خارجېږي.

‏او زړه تقريباً ‏۵۴ ميليونه ځله مخکې له زېږېدو څخه ‏او له ۳۲ بليونو ځلو څخه زيات ‏د اتيا کالو د عمر په موده کې درځېږي.

Chapter 13   Brain Growth

‏د دماغ د چټکې ودې ثبوت دا دی چې بڼه يې په ‏مخکيني دماغ، ‏منځني دماغ، ‏او شاتني دماغ کې بدلون مومي.

Chapter 14   Limb Buds

‏د پورتنيو او ښکتنيو غړيو وده پېل کېږي ‏(يعنې) په ۴ اوونيو کې د غړو د غوټيو په څرګندېدلو سره .

‏پوستکی په دې وخت کې شفاف وي ‏ځکه چې يواځې يوه ژوانکه پېړوالی لري.

‏پوستکى د پېړوالي سره، ‏دغه شفافيت له لاسه ورکوي، ‏په دې معنا چې مونږ به يواځې وکولاى شو هغه داخلي غړي ووينو چې ‏ تقريباً تر بلې مياشتې پورې وده کوي.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment: