Skip Navigation
The Endowment for Human Development
The Endowment for Human Development
Improving lifelong health one pregnancy at a time.
Donate Now Get Free Videos

Multilingual Illustrated DVD [Tutorial]

The Biology of Prenatal Development




د زېږېدنې څخه مخکې د ماشوم د ودې بيالوژي

.پښتو [Pashtu (Pushto)]


National Geographic Society This program is distributed in the U.S. and Canada by National Geographic and EHD. [learn more]

Choose Language:
Download English PDF  Download Spanish PDF  Download French PDF  What is PDF?
 

Chapter 40   3 to 4 Months (12 to 16 Weeks): Taste Buds, Jaw Motion, Rooting Reflex, Quickening

‏د ۱۱ او ۱۲ اوونيو ترمنځ، ‏د نازېږېدلي ماشوم وزن نژدې ٦٠ % زياتېږي

‏۱۲ اوونۍ د يو درېمې پاى، په نښه کوي ‏يا د امېدوارۍ درېيمه برخه.

‏د خولې داخلي برخه د خوند(ذايقه) د ځانګړو غدو په واسطه پوښل کېږي
‏زېږېدو سره به د خوند غوټۍ پاتې شي ‏البته يواځې په ژبه او د خولې په پورتنۍ برخه کې.

‏د کولمو خوځېدنه د ١٢ اوونيو په سر کې پېل کېږي. ‏او نژدې تر ۶ اوونيو پورې دوام کوي.

‏کوم مواد چې لومړی د نازېږېدلي ماشوم او نوي پيدا شوي ماشوم له غټو کولمو څخه خارجېږي ‏د ميکونيم په نامه يادېږي. ‏دا ترکېب شوي دي ‏دهاضمې له انزايمونو څخه، ‏پروټينونو او هغو مړو حجرو څخه ‏چې د هضمي جهاز له قنات څخه اطراح کېږي.

‏۱۲ اوونيو ته نژدې د پورتنيو اندامونو اوږدوالی ‏تقريباً د بدن د تناسب وروستي حد ته رسېدلى وي. ‏ښکتني اندامونه ډېر وخت نيسي ‏چې خپل وروستي تناسب ته ورسېږي.

‏بې له ملا او د سر د پورتنۍ برخې څخه، ‏د نازېږېدلي ماشوم ټول بدن معمولي لمس ته غبرګون ښيي.

‏د جنسي ودې پورې تړلي توپيرونه ‏د لومړي ځل لپاره څرګندېږي. ‏د ساري په توګه ښځينه نازېږېدلى ماشوم د ژامې خوځښت ښيي ‏چې دغه خوزښت د نرينه په پرتله په ښځينه کې زيات تکرارېږي.

‏په توپيرې توګه د راوتلو غبرګون چې مخکې ولېدل شو، ‏خولې ته نژدې تحريک اوس منځ راوړي ‏تاوېدل د محرک لور ته او خلاصول د خولې. ‏دغه غبرګون ته د ريښيي غبرګون(روټنګ ريفليکس) وايي ‏او له زېږېدنې وروسته، دغه شان ادامه ورکوي ‏چې مرسته وکړي له نوي زېږېدلي ماشوم سره چې د خپلې مور د تي څوکه ومومي ‏د تي رودلو په وخت کې.

‏مخ ودې ته ادامه ورکوي ‏څرنګه چې د وازګو زېرمې غمبوري ډک کړي ‏او غاښونه خپله وده پېل کوي.

‏۱۵ اوونيو ته نژدې، وينه جوړونکې تنه ييزې حجرې رسېږي ‏او د هډوکي په مغز کې زياتوالى مومي. ‏د وينې د حجرو زياتره جوړول دلته واقع کېږي.

‏سره له دې چې خوځېدنه په ۶ اوونيز جنين کې پېل کېږي، ‏خو اميدواره ښځه د لومړي ځل لپاره د نازېږېدلي ماشوم خوځېدنه احساسوي ‏(البته) د ۱۴ او ۱۸ اوونيو تر مينځ . ‏په دوديزه توګه دغه پېښه د بيړې په نامه ياده شوې ده.


Add a Comment

Your Name: Log In 3rd-party login: Facebook     Google     Yahoo

Comment: